افغان او ترکمنستانی لوری د ټاپی پروژې په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکمنستانی پلاوی او د ټاپی پروژې مشر امانوف د هرات له سرپرست والی سره په لیدنه کې د ټاپی پروژې د حقوقی او تخنیکی پرمختګونو په اړه خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ نوموړی په هرات کې د ریلی کنسرسیوم د دفتر، د ګمرک څانګې او د انجنیرانو لپاره د موقتی کمپونو جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د هرات سرپرست والی ټاپی پروژه یوه مهمه پروژه بللې او د امنیت د تامین او د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې ډاډ ورکړی دی.

د ټاپی پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوی، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده، چې ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لری او د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی.

چارواکو ویلی، د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.