ټاکل شوې چې سبا د خېبر په لوی میدان کې د پښتون قوم ستره جرګه پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا د جمعې ورځ به په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتی جرګه پیل شی.

سره له دې چې پاکستانی ریاست د دغې جرګې د مخنیوی لپاره هڅې پیل کړی او ټینګار یې کړی چې د دغې جرګې ترسراوی ته به اجازه ورنه کړی؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلی، دغه جرګه به په هر قیمت ترسره کیږی.

د خېبر پښتونخوا پولیسو تېره ورځ د جرګې ځای کې پر راټولو شویو پښتنو ډزې وکړې، چې له امله یې درې تنه ځای پرځای ووژل او نږدې ۱۵ تنه نور ژوبل شول.

ځایی سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې د جرګې ځای ته تللې ټولې لارې تړل شوی، خو په زرګونه پښتانه د غرو – رغو له لارې د دغې جرګې د میدان پر لور رامات دی.

ویل کیږی چې دې درې ورځنۍ جرګه کې به پر پښتنو د پاکستانی ریاست ظلمونه بیان او په وروستۍ ورځ به یې له دې ظلمونو څخه د خلاصون پر حل لارې پرېکړه وشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.