کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ په مرکزی او شمالی غزې تازه هوایی بریدونه کړی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلی، ۴۰ شهیدان یې له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالی سیمو ورلېږدول شوی دی.
لوېدیځو آژانسونو د فلسطینی چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې غزه کې د جګړې له پیله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاری بیا ویلی، دوی جبلیه کې د دې لپاره عملیات کړی، چې په وینا یې حـ ـماس بیا ځل خپل سنګرونه منظم کول.
بل لور د لبنان په جنوبی برخه باندې هم د اسراییل بریدونه روان دی او په دې وروستیو کې د ترکیې، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړی هم له لبنانه تخلیه شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ