معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت بلوچستان کې پر یوه کان د برید له امله د شلو تنو وژل وغندل

افغان حکومت بلوچستان کې پر یوه کان د برید له امله د شلو تنو وژل وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانۍ رسنیو د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نامعلومو وسلوالو د بلوچستان ایالت په ډاکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کړی، چې له امله یې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ژوبل دي.

افغان حکومت پر دغې پېښې خواشیني ښودلې او دا عمل یې غندلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو ویل کیږي چې اکثریت وژل شوي کسان پښتانه دي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې پاکستان کې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو او د کانونو پر کارکوونکو وسلوال بریدونه زیات شوي، چې د شنونکو په باور ښې پایلې به ونه لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس