کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان الف کرکټ ملی لوبډله نن ماسپښین یوه بجه د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې د هانکانګ لوبډلې پر وړاندې لوبیږی.
دغه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب په العمارت کرکټ لوبغالی کې ترسره کیږی، چې افغان لوبډلې ورته بشپړ چمتوالی هم نیولی دی.
د افغانستان الف کرکټ ملی لوبډلې تېره اوونۍ له عمان سره دوه تمریناتی لوبې هم ترسره کړې، چې په لومړۍ لوبه کې یې ماته ومنله او دوهمه لوبه یې له سیالۍ لوبډلې وګټله.
په دې درې اړخېزه لوبلړۍ کې د عمان، هانکانګ او افغانستان الف لوبډلې د یو بل پروړاندې سیالۍ ترسره کوی، چې پیل یې نن د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه کیږی او تر ۱۵مې به دوام وکړی.
افغان لوبډله به له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته په ایمرجېنګ آسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ