پښتون ژغورنې غورځنګ د خېبر په لوی میدان کې جرګې ته خپله څېړنه وړاندې کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتی جرګه د پښتون ژغورنې په قیادت کې پیل شوه.

د دغې جرګې په پرانیستې وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر پښتنو د شویو ظلمونو چمتؤ شوی یو څېړنیز راپور هم پر لوی سکرین خلکو ته وړاندې کړ.

د دغه څېړنیز راپور په اساس د نورو ټولو سیمو په پر پرتله ډېر مرګونه په پښتون مېشتو سیمو کې شوی دی.

د راټولې شوې څېړنې له مخې پښتنو پر خاوره وروستیو لسیزو کې ۷۶زره ۵۸۴ تنه پښتانه وژل شوی، چې ۱۷سوو زیات مشران په کې حلال شوی او د ۶ زره ۷۰۰ څخه ډېر پښتانه ورک دی.

د څېړنې له مخې د پښتنو پر سیمو نږدې ۱۰ زره بمونه غورځول شوی، چې ۲ سوه بمونو باندې یوازې جوماتونه په نښه شوی.

دغه راز څېړنه کې ویل شوی، چې د پښتنو ۳ لکه ۷۰ زره کورونه ړنګ شوی او زر جوماتونه یا مدرسې هم شهیدانې شوې دی.

 دغه راز څېړنې زیاته کړې، چې د دغو نا امنیو له امله ۷ زره ۵۳۸ پښتانه معلول شوی، د ۲۷ زرو څخه ډېرې میندې کونډې شوی او یوازې پښتونخوا کې ۲ زره علماء شهیدان شوی دی.

همدا شان څېړنې کې ویل شوی، چې پاکستان حکومت د ۲ لکه ۲۱ زرو پښتنو شناختی کارډونه بلاک کړی دی.

نن په دوهمه ورځ به راټول شوی مشران د موضوعاتو پر حل بحث کوی چې ورپسې به د جرګې عمومی پرېکړه اعلانیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.