ا.ا په بهر کې د افغان سفارت کارکوونکو ته معاشونه ورکوی

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۲مه) د اسلامی امارت کابینې ویلی د بهرنیو چارو وزارت د هغو کارکوونکو معاشونه ورکوی چې له هېواده بهر د افغانستان په سفارتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو کې دندې ترسره کوی.
د راپورونو له مخې تېر کال اګست میاشت کې د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د بودیجې برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی ویلی، د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د بهرنیو چازو وزارت د هغو کارکوونکو د معاشونو ورکړه چې په بهر کې خدمت کوی د تېر په څېر تصویب شوه.
انعام الله سمنګانی په یوه ټویټ کې لیکلی چې په دې ناسته کې د سفارتونو د امتیازاتو او معاشونو د ټاکلو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.