کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې په تېرو دریو کلونو کې یې څه باندې ۸ اعشاریه ۲ میلیونه غوښتونکو ته برېښنایی پېژندپاڼې وېشلی.
دغې ادارې زیاته کړې، د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې مهاله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴ اعشاریه ۲ میلیونه هېوادوالو ته دغه پېژندپاڼې ورکړ شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولین وایی، په پام کې لری چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکی کې په هرات، بلخ، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د برښنایې پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پرانیزی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ