د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دې کتنه کې روزا اوتونبایوا د یوناما نوې سیاسی مرستیاله جوډیټ ګالیون سرپرست وزیر ته معرفی کړې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې چې د مېرمن ګالیون له راتګ سره د افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ سیاسی اړیکې لا پیاوړې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.