پداسې حال کې چې د ډیورند فرضی کرښې ته څېرمه د پښتنی قبایلو د استازیو درې ورځنۍ جرګه د اسلام آباد د سیاسی او پوځی فشارونو سره ـ سره په دوه ورځو کې د روان زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه د یوه اوږده او هر اړخیز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده او ورسره جوخت د اسلام آباد چارواکو په پلازمېنه اسلام آباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې تیاری ونیوله، د دې هېواد په جنوبی برخه او د وزیرستان کړکېچنې سیمې ته څېرمه د “بنو” په ښار کې وسله والو بریدګرو د پاکستانی پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله له ځان سره درلوده.
دا چاودنه او وسله واله نښته پداسې وخت کې پېښه شوه چې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه چې ټاکل شوې نن پیل شی د هند د بهرنیو چارو وزیر په ګډون، ګڼ بهرنی میلمانه پلازمینې اسلام آباد ته را رسیدلی او د حکومت تر بشپړ سانسور لاندی پاکستانی رسنیو، په همدې موخه پلازمینې اسلام آباد ته د چین د لومړی وزیر ښاغلی “لی چیانګ” سفر ته ډېر تود انعکاس ورکړ.
داسې ښکاری چې د ښاغلی “چیانګ” د دې ګرم استقبال او په رسنیو کې یې د تاوده انعکاس خبره به د ګڼو نورو لاملونو سره سره، د معذرت غوښتنې هغه پټ پیغام هم له ځان سره لری چې اسلام آباد په دغه هېواد کې د ځینو پروژو د چینایی کارکوونکو په امنیت ساتنه کې ناکام شو او وروستۍ پېښه یې هم تېره اونۍ د کراچۍ نړیوال هوایی ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کې د دوو چینایی انجنیرانو وژل کېدل وو.
دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۳مه غونډه کې چې ټاکل شوې ده نن او سبا (د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه) په اسلام آباد کې جوړه شی، د غړیو هېوادو تر منځ کوم بحثونه ترسره شی، وروسته به څرګنده شی، خو دمګړۍ د پاکستان چارواکو ویلی چې د دې غونډې د امنیت لپاره یې د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په اسلام آباد کې پوځ ځای پر ځای کړی او همدارنګه یې پدې ورځو کې په پلازمینه اسلام آباد کې ټول دفترونه، سوداګریز مرکزونه او تعلیمی بنسټونه هم رخصت کړی دی.
که څه هم د پاکستان په ښارونو او په تېره بیا د ډیورند کرښې ته څېرمه په قبایلی سیمو کې چاودنې او وسله والې نښتې نوې خبره نده خو د بنو په قبایلی ښار کې د پاکستانی پولیسو پر یوه مرکز وسله وال برید لدې امله اهمیت لری چې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې یوه ورځ وړاندې ترسره شو، پداسې حال کې چې ورته بشپړ او جدی امنیتی تدابیر نیول شوی وو.
بل اړخ ته داهم مهمه ده چې تر دغه برید وړاندې د ډیورند استعماری کرښې ته څېرمه د خیبر په جم سیمه کې د پښتنو د دوه ورځنۍ جرګې په پار، د پاکستان حکومت وسله والو مخالفینو له خپله اړخه درې ورځنی اوربند اعلان کړی ؤ او د دغه جرګې تر پای ته رسیدو سملاسی وروسته، په لومړۍ ورځ دا برید ترسره شو، هغه هم پداسې حال کې چې د اسلام آباد واکمن د شانګهای غونډې ته په تیاریو او د میلمنو په استقبال بوخت وو.
دا هم د یادولو ده چې د اسلام آباد د بل سیاسی مخالف او پخوانی صدراعظم عمران خان پلویانو په ورته وخت کې ګواښ کړی چې دوی به هم د ټولو بندیزونو سره سره په اسلام آباد کې لاریونونه راوباسی او د حکومت خلاف به خپل احتجاج ترسره کوی.
اوس دې ټولو ته په کتو، پداسې حال کې چې یوې خواته د پښتنو جرګې د ټولو سیاسی ګوندونو د استازو او ټولنیزو با نفوذه وګړو په ګډون په خپلو پرېکړو سره د اسلام آباد تر واکمنو کرښه را تاو کړې، بل خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې یوه ورځ وړاندې او اسلام آباد ته د چین د لومړی وزیر له سفر سره هم مهاله د ټول امنیت سره – سره د پولیسو یو مرکز په نښه کېږی او همدارنګه سیاسی مخالفین هم په همدې وخت په پلازمینه کې د احتجاجی لاریونونو اراده لری، نو ویلای شو چې د اسلام آباد د چارواکو وضعیت چندان ښه ندی.
دا چې په اداری، سیاسی او اخلاقی فساد کې تر غاړې ککړ “پاک پوځ” او د دوی تر اثر لاندې په خوارځواکۍ اخته ملکی حکومت به د دې ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره د خپل ملک د ادارې چارې څه ډول پرمخ بوزی، وروسته به ښه څرګنده شی، خو داسې چې اوس له حالاتو او ځمکنیو واقعیتونو څخه ښکاری، هغه دا دی چې پاکستان نور د ګړنګ پر غاړه ولاړ یوه کس ته ورته دی چې په یوه نری پوکی هم د تاریخ او جغرافیې ژورې کندې ته غورځېدای شی او دا هغه وړاندوینه ده چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې هلته رامنځ ته شوې پېښې یې هم په روښانه بڼه ښودلای شی، اما پدې شرط چې د لیدلو لپاره یې سترګې او اوریدلو لپاره یې غوږونه وی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ