کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN تلوېزیون د اسراییلی اشغالګرو پوځیانو او یو شمېر پخوانیو پوځی چارواکو له قوله راپور ورکړى، چې لبنان او غزه کې اسراییلو ته روانه جګړه ځپونکې او خورا ستونزمنه شوې.
دې رسنۍ په خپل راپور کې ویلی، د حـ.زب الله ځواکونو پر وړاندې د اسراییلو د جګړې ګراف ورځ تر بلې په ټیټېدو دى.
د دوی په وینا له روانو عملیاتو ښکاری چې د صهیونستی رژیم ځواکونه له ماتې سره مخ دی.
سرچینې همداراز د اسراییلو شمال ته پروت د زیو روغتون مسوولینو له قوله د روانو جګړو له امله د ځپل شویو ځواکونو د درملنې لپاره د غیرې عادی عملیاتونو د ځنډېدو او د بېړنیو حالاتو د چمتووالی خبر هم ورکړى.
سرچینې د اسراییلی پوځیانو له قوله لیکلی، له تېر یوه کال راهیسې په جګړه ییز حالت کې دی او له هغه وخته چې لبنان ته دننه شوی، د تلفاتو له کلکې څپې سره مخ دی.
په ورته مهال د عبرانی رسنیو له لوری خپرو شویو عکسونو سره ویل شوی، چې د اسراییلو یو شمېر ځانګړی ځواکونه حـ.زب الله له لوری د بریدونو له ویرې د فاضلاب په کانال کې پټ شوی دی.
د اسرائیلو ۱۴ چینل حیفا کې د اشغالګر رژیم د پوځی اډې قومندان له قوله لیکلی، چې دوی په اډو کې پناه ځایونه او خوندې ساحې نه لری، چې له امله یې په خپله دفاع کې پاتې راغلی.
په وړمه ورځ هم د اسراییلو په یوه پوځی کمپ د لبنان د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷۰ اشغالګرو پوځیانو ته مرګ – ژوبله واوښته.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ