د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستی راپور کې اټکل کړی، چې ۲۳.۷ میلیونه وګړی چې د افغانستان له نیمایی زیات وګړی تشکیلوی، بشری مرستو ته اړتیا لری.

د دغې سازمان په راپور کې راغلی، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړی د خوړو له خوندیتوب بې برخې دی، چې له دې ډلې ۲،۹ میلیونه وګړی د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دی.

د دغه راپور په اساس، شاوخوا ۶،۳ میلیونه داخلی بې ځایه شوی کسان په خرابو شرایطو کې ژوند کوی او کافی سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لری.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۷ لکه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی، چې درملنې ته لاسرسی هم نه لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.