معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د درې نیم لکه ډالرو په لګښت د یو کانال د کیندلو چارې پیل شوې

لغمان کې د درې نیم لکه ډالرو په لګښت د یو کانال د کیندلو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د درې نیم لکه امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، دغه کانال د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند شختري سیمه کې د اوه کیلو مترو په اوږدوالي جوړیږي، چې په مرسته به یې ۴ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

د سیمې بزګران وايي، د دغه کانال په جوړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل او د دوی اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس