روزګان کې یو روغتیایی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روزګان ولایت ځایی سرچینو ویلی، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو روغتیایی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبر پر بنسټ، دغه روغتیایی مرکز د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په آبردې سیمه کې د نږدې ۲ لکه امریکایی ډالرو په لګښت جوړ شو.

سرچینې زیاته کړې چې دغه مرکز د جاپان (OUNHCR) په مالی ملاتړ د اتو میاشتو په موده کې جوړ شو، چې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته به روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.

د یاد روغتیایی مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د ځایی چارواکو ترڅنګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو معین او د UNHCR مؤسسې د زون مسوول سیرهی چوماکو هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.