کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېرې یکشنبې شپه شاوخوا ۳ سوه افغانانو چې غوښتل یې د سیستان – بلوچستان له لارې ایران ته داخل شی، د دغه ولایت په کلګان سراوان سیمه کې د ایرانی سرحدی ځواکونو له خونړی برید سره مخ شوی.
په دغه برید کې تر دا مهاله د نږدې ۳ سوه افغانانو د وژل کېدو او تر اویا پورې د ټپی کېدو پخلی شوی دی.
دغه کسان د ایران سرحدی ځواکونو لخوا په مرمیو ویشتل شوی دی.
ډېری فعالانو نیوکې کړی، چې د اړیکو ساتلو لپاره افغان حکومت پر دغې پېښې چوپتیا غوره کړې، خو د افغان حکومت مرکزی ویاند بیا د پېښې د تایید ترڅنګ ویلی، چې د دوی له لوری د پېښې په اړه څېړنې پیل شوی، چې د پایلو تر معلومېدو وروسته به خپل دریځ روښانه کړی.
افغانستان کې د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ هم دغې پېښې ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې.
بل لور د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلی، ایران د فلسطین او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره غږ اوچتوی، خو د افغانستان مسلمانان وژنی.
تراوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې په دقیق ډول څومره کسان وژل شوی یا ټپیان دی، خو کومې ویډیوګانې چې تراوسه په خواله رسنیو کې خپرې شوی، د مرګ – ژوبلې کچه په کې زیاته ښکاری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ