ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) استرالیایی ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت پر مهال پخپله د ملکی افغانانو د وژلو تر څنګ افغان سرتېری هم دې ته هڅول چې پر بې وسلې افغانانو ډزې وکړی.
ګارډین ورځپاڼې د هغو استرالیایی پوځیانو د محکمې له جریان راپور جوړ کړی چې په افغانستان کې د ملکی وګړو پر وژلو تورن دی.
سرچینه کاږی ددې پېښو عینی شاهدانو محکمې ته ویلی، چې د استرالیایی پوځ تورنو قومندانانو عسکرو ته د بې وسلې افغانانو د وژلو امر کاوه خو کله کله یې افغان پوځیان هم دې ته اړ کول چې د عملیاتو پر مهال پر هر چا ډزې وکړی، ان که هغه به بېګناه ملکی وګړی هم و.
گهیځ