کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې حماس جهادی غورځنګ د خپل سیاسی دفتر مشر او د دې جهادی غورځنګ نامتو او زړور قومندان شهادت تایید کړ.
شهید السنوار پر اسراییلی اشغالګرو د خونړی عملیاتو طـ.وفان الاقصی طراح و، چې زرګونه اسراییلو ته په کې مرګ – ژوبله اوښتې وه.
د فلسطین د جهادی حرکت حـ ـماس مشر ښاغلی یـ ـحیی السنور د کلونو جهاد، زندان او ستړیاوو ګالوو وروسته د اسراییلی اشغالګرو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د شهید السنوار پر شهادت د اسلامی نړۍ مسلمانانو درنه خواشینی څرګنده کړې او نوموړی یې د اسلامی امت یو زړور او نامتو جهادی مبارز قومندان یاد کړی دی.
بل لور حـ ـزب الله ډلې د نوموړی شهادت لویه ضایع بللې او د اسراییلو پر وړاندې یې د خپلو نویو پیلېدونکو عملیاتو خبرداری ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ