کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر بامیانو ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړی ډول د کچالو د پروسېس او بسته بندۍ لپاره د یوه ځانګړی سوداګریز مرکز جوړولو خبر ورکړی.
د دغه سوداګریز مرکز جوړولو موخه د کرنیزو حاصلاتو کېفیت لوړول، د سوداګرو غوښتنو سره سم د حاصلاتو بسته بندی کول او له هېواده د بهر د بامیانو کچالو صادرول دی.
خو د دغه ولایت ځینې کروندګر وایی، وروستی اورښتونو، د هوا سړېدل او د زېرمو نشتوالی له امله ستونزو سره مخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ