کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پر تله د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۹۴ سلنې او د تېرې میاشتې پر تله ۴۴ سلنې زیاتوالی راغلی.
د راپور له مخې، پاکستان سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د ۱۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکی صادر کړی او دغه شمېرې د تېر کال سپټمبر میاشت کې ۶.۶ میلیونه ډالره وې.
پاکستان کې د اقتصادی چارو کارپوهان وایی، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکی زیاتره وخت د سیاسی اړیکو د ترینګلتیا ښکار کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ