کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶ میلیونه کیلو ګرامه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې.
د دغه وزارت مسوولین وایی، په دې مېوو کې تر ډېره انګور، زردالو، مڼې، انځر، الو او توتان نورو هېوادونو ته صادر شوی دی.
یو شمېر سوداګر وایی، له هېواده بهر د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی لپاره اړتیا ده، چې په بهر کې بدیل بازارونه پیدا شی.
بل لور د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایی، روان کال کې د تازه مېوو په حاصلاتو کې له ۵ تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په شپږو میاشتو کې له نورو هېوادونو سره تر ۵ میلیارده ډالرو څخه ډېره راکړه – ورکړه شوې، چې له دې ډلې ۷ سوه میلیونه ډالره صادرات دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ