د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزه برېښنا، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د چارواکو په وینا، له دې چارې سره به په کابل او جلال اباد کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شی.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د نغلو د ۱۰میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پرانیست غونډه کې ویلی، چې د اوبو مدیریت، د انرژۍ تولید او واردول د سرپرست حکومت مهم لومړیتوبونه دی او کار به ورته کوی.

نوموړی ویلی، اوسمهال افغانستان کې ۹۰۰ میګاواټه برېښنا شتون لری او هڅې روانې دی، چې په لنډ وخت کې دغه اندازه ۱۰۰۰ میګاواټه ته لوړه شی.

د یادونې ده چې دا پروژه د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د وزارت تر څارنې لاندې د یوې خصوصی کمپنۍ په اته میلیونه ډالره پانګونې پلې شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.