پاکستان کې د پولیو ویروس دوه نورې پېښې ثبت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د روغتیا ملی ادارې لوی لابراتوار د دوو نورو ماشومانو په وینه کې د پولیو ویروس تایید کړی دی.

له دې دوو نویو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۳۹ ته رسېدلی، چې ۲۰ یې په بلوچستان ایالت، ۱۲ یې په سیند ایالت، پنځه یې په خېبر پښتونخوا ایالت او یوه، یوه پېښه په پنجاب ایالت او پلازمېنې اسلام آباد کې ثبت شوې ده.

دا مهال نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازینی دوه هغه هېوادونه دی، چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغېزمن دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.