کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پنجشېر ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلی دی.
د مسوولینو په خبره د پلورل شویو زمردو له لیلام څخه یې ۱۶۱۴۰۰ ډالره ګټه د دولت خزانی ته ورکړې ده.
د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتی ډبرو کانونو وېستلو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زېرمو وېستلو قرادادونه له چین او یو د شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ