چین بامیانو کې د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژې کار پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر په بامیانو ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې له سیمې څخه لیدنه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په وینا د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د دغې لیدنې موخه، د یادې پروژې د پلی کولو لپاره د زمینې برابرول بللی او زیاته کړې یې ده، چې په بامیانو کې د لمریزې برېښنا پروژې لومړنی مطالعات مخکې ترسره شوې او ټاکل شوې دغه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته پلې شی.

په ورته مهال کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د دغې پروژې پلې کولو ته ژمن دی.

د لمریزې برېښنا یاده پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولری، چې په پلې کېدو سره به یې برېښنا ته د لاسرسی په برخه کې د بامیانو خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.