کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان – قزاق دوهم درې ورځنی نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د افغان – قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوری اړیکو په پراختیا مثبت اغېز ولری.
له دې سره هم مهاله دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړی وزیر مرستیال افغانستان په سویلی او منځنۍ آسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بللی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په افغان – قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورنی تولیدات؛ لکه شیرینی باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسی صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوی، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ