سمنګانو کې د ټرافیکی پېښې له امله اوو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سمنګانو ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د سمنګان – بغلان پر لویه لاره د یوې ترافیکی پېښې له امله اوو تنو ته د مرګ – ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلی، چې دغه پېښه د سمنګان په رباطک سیمه کې پرون مازیګر د فورتینر ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ تنه په کې ټپیان او یو تن ژوند بایللی دی.

نوموړی ویلی، چې ټپیان د سمنګان ولایتی روغتون ته لېږدول شوی دی.

د سمنګانو ولایت ځایی امنیتی مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکی بې غوری او د موټر لوړ سرعت بللی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.