هېواد کې د ماشومانو او مېندو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه ګډ خپاره کړی راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د ماشومانو او امېندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

سره صلیب او یاد نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۳ میلیونه ۲ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸ لکه ۴۰زره امېندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی.

د راپور له مخې، د دې ماشومانو او مېندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.

د افغانی سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم ویلی، چې په دې برخه کې روغتیایی مرکزونو ته د مرستو لپاره د عاجلو اقداماتو په هڅه کې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.