کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او قزاقستان پلاوو د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کانونو په تړاو خبرې کړی.
د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزو غونډو په دوام د دواړو هېوادونو پلاویو په بېلابېلو پنلونو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، د دواړو هېوادونو پلاوو د سوداګرۍ، ترانزیټ او حمل او نقل په پنل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټی لارو د زیاتوالی، د حمل او نقل په سکتور کې د اسانتیا رامنځته کولو او د ریل پټلۍ له لارې په لېږد را لېږد کې د تعرفې په کموالی خبرې شوی.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه پلاوو د انرژۍ او کانونو په پنل کې د کانونو د استخراج او پروسېس په برخه کې د قزاقستان د ظرفیت په تړاو او په افغانستان کې د شته امکاناتو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې کړی.
د یاد وزارت په وینا، دې غونډو کې قزاقستانی پانګوالو د افغانستان په کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی او افغان پلاوی قزاقستانی لوری ته بلنه ورکړې، څو افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ