د روانې اونۍ په ترڅ کې پر نورو ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو سیاسی او پوځی پېښو سربېره، د منځنۍ آسیا له ځینو هېوادونو او په تېره بیا له قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې او هلته د افغانی تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړیدل، د رسنیو د سرټکی ؤ چې دواړه لوری په کمه موده کې توانیدلی دغه سوداګریزو او اقتصادی اړیکو ته پراختیا ورکړی.
د رسنیزو راپورونو پر بنسټ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې همدا اوس په قزاقستان کې دی او د هغه هېواد له چارواکیو سره د سوداګریزو اړیکو په تړاو په خبرو اترو بوخت دی، له قزاقستانی چارواکو سره د افغانی توکو د صادراتو، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، کانونو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر یوه لار نقشه کار کوی.
د افغان اوسنی حکومت چارواکی وایی، هېواد یې غواړی له قزاقستان سره یې د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړی او دا پداسې حال کې ده چې دا کچه دمګړۍ یوازې یو میلیارډ ډالره ده او د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته د مېرمنو په ګډون ۲۵۰ تنه افغان سوداګر او صنعت کاران تللی چې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ په چارو کې د افغان حکومت سرپرست وزیر نورالدین عزیزی دا هم ویلی چې افغانستان اړتیا لری چې د خپلو توکیو د صادراتو پر وړاندی د ټرانزیټی ستونزو د حل لپاره په ځانګړې توګه د قزاقستان له لارې کار وکړی.
دا پداسې حال کې ده چې د قزاقستان چارواکو هم په وار وار دا اعلان کړی چې غواړی د ترکمنستان له لارې له افغانستان سره خپله سوداګری پراخه کړی او پدې تړاو شته اړیکو ته هم پراختیا ورکړی. آن د قزاقستان ولسمشر د روان زېږدیز کال د جون په میاشت کې اعلان کړی ؤ چې له افغانستان سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره یې اوسنی حکومت د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.
دا یوازې قزاقستان هم ندی چې غواړی له اوسنی افغان حکومت سره خپله اقتصادی او سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړی او په اوسنیو افغان چارواکیو لګیدلی بندیزونه لیری کړی، د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هم هر یو په همدې هڅه کې دی چې د بېلګې په توګه همدا سږ کال کابل ته د ازبکستان د سوداګریزو چارواکو د یوه پلاوی سفر او ورپسې دلته په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړیدل یاد کړو چې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره یې د اړیکو د پراختیا او په راکړه ورکړه کې د آسانتیا برابرولو په چاره کې خورا اغېزمن رول درلود.
همدارنګه د دې سوداګریزې راکړې ورکړې تر څنګ د منځنۍ آسیا له څو ګاونډیانو؛ لکه: ازبکستان، قزاقستان او ترکمنسنتان سره د افغانستان د اوسنی حکومت ډیپلوماټیکی اړیکې هم مخ په ښه کېدو دی او د دغه هېوادونو حکومتونه که نور څه نه وی؛ غواړی د سوداګریزې او اقتصادی راکړې ورکړې او افغانی لاس نه خوړلیو منابعو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هم، له کابل سره خپلې اړیکې او راکړه ورکړه پراخه کړی.
طبیعی ده چې د منځنۍ آسیا له دغه جمهوریتونو سره چې له افغانستان سره ګډې پولې لری، د ګاونډیتوب ښې اړیکې که نور هېڅ هم ونه کړی، کولای شی مونږ د دغه دوه ګاونډیانو (ایران او پاکستان) سره له اړیکو او راکړې ورکړې بېغمه کړی چې په هرڅه کې یوازې خپلې یو اړخیزه ګټې ګوری او تل یې هڅه کړې د دوه اړخیزو اړیکو د منل شویو اصولو پر ځای پنځه ګوتې یو ځای په خوله کړی او د افغان لوری د ګټو، مصلحتونو او حقونو د په پام کې نیولو پرته، په هر څه کې یوازې په یوطرفه ډول خپلې ګټې په پام کې ونیسی.
مونږ له تېرې اوږدې مودې او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شتون له وخت نه شاهد یو چې زمونږ دواړو ګاونډیو هېوادو(ایران او پاکستان) دلته په هره سوداګریزه پرېکړه او ناسته کې یوازې خپلې یو اړخیزه ګټې لټولې او هرڅه ته یې یوازې د خپلو همدې یو اړخیزه ګټو له عینکو کتلی دی.
نه یوازې دا، بلکې په هره موضوع او آن په سوداګریزه راکړه ورکړه کې یې هم په دغه دوه ملکونو کې له پرتو بې وسه او بې وزله افغان کډوالو څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او غوښتی یې دی دلته په کابل کې بېلابېل حکومتونه، که جمهوریت دی که امارت تر یو اړخیز فشار لاندې راولی.
دې مسایلو ته په کتو سره ده چې اوس خوار او ځپل شوی افغان ولس او په تېره بیا افغان ملی سوداګر د منځنۍ آسیا له جمهوریتونو او نورو ګاونډیو او سیمه ییزو قوتونو سره اړیکو او سوداګریزې راکړې ورکړې ته په مثبت نظر ګوری او هیله لری تر څو دغه نوې پیل شوې لړۍ به وکولای شی افغانستان او افغانان د دغه دوه شریرو ګاونډیو او د هغوی د جابرو او فرعون صفته واکمنو له شر څخه خلاص کړی.” والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ