د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلی افریقا ټولنې سرمشریزه نن د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیل شوه.

د خبر پر بنسټ دغه سرمشریزه به دوه ورځې دوام وکړی. روسی رسنۍ وایی، ولسمشر ویلادیمیر پوتین به په دې غونډه کې پر خپله هغه ادعا ټینګار وکړی، چې وایی دا ټولنه د لوېدیځ پر وړاندې د نړیوال واک یو داسې انډول دی، چې ورځ تر بلې لوېدونکی دی.

برېکس ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې څلورو هېوادونو برازیل، روسیې، هند او چین رامنځته کړه چې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې سوېلی افریقا هم ورسره یو ځای شوه.

دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسی او اقتصادی ځواک سره یو ځای شی، چې په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چیلنج کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.