کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پوځ ویلی، چې د حـ ـزب الله د وژل شوی مشر، حـ ـسن نصرالله ځای ناستی، هاشم صفی الدین یې د یو برید په ترڅ کې وژلی دی.
تر دې وړاندې العربیه هم راپور ورکړی و، چې د هاشم صفی الدین جسد د سې شنبې په ماسپښین د لبنان په المریجه سیمه کې د ۲۳ نورو کسانو سره یوځای له خاور لاندې پیدا شوی.
د اسرائیل پوځ په خپل بیان کې ویلی، چې د حزب الله ۲۵ لوړ پوړو مشرانو په ګډون هاشم صفی الدین چې د هوایی بریدونو د تنظیم مسوول و او محمود محمد شاهین هم په دغو هوایی بریدونو کې له منځه تللی.
هاشم صفی الدین، چې د حسن نصرالله له نږدې کسانو ګڼل کېده.
تر اوسه حـ ـزب الله په رسمی ډول په دې اړه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ