کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت له سیاسی مرستیال سره په کتنه کې ویلی، چې یوناما به ډېر ژر افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړی.
اوتنبایوا همدا راز ویلی، چې کابل کې د افغانستان د محصولاتو د معرفی کولو په برخه کې وروستی نندارتونونه اغېزمن وو.
نوموړې زیاته کړې، له افغانستان څخه یې بهر د خپل وروستی سفر په ترڅ کې له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ادارو سره هم خبرې کړی او یوناما د افغانستان لپاره د را روان ژمی د اړتیا وړ مرستې هم ترلاسه کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ