کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو امنیتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د دوو ترافیکی پېښو له امله اتو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د دوی په وینا دغه پېښې د سید آباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د هفت اسیا او ټوپ دښتې په سیمو کې د پاسو او سراچې، ټوډی او سراچې موټرو د ټکر له امله شوی.
د میدان وردګو امنیې قومندانۍ ویلی، یادو پېښو کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دی.
د دوی په خبره ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ