کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان د دینی علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایی، چې دغه پلاوی د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې رییس، مفتی نورالدین خالق نظر په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب په بلنه کابل ته راغلی دی.
د خبر پر بنسټ دغه پلاوی به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا، دینی مسایلو، اسلامی زده کړو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پر ښه والی د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیکلی، دغه پلاوی به د افغانستان له تاریخی، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ