کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د روان لمریز کال په تلې میاشت کې یې لسګونه زره برېښنایی پېژندپانی وېشلی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، تلې میاشت کې یې د ټول هېواد په کچه د برېښنایی پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۸ وېش څانګو له لارې ۱۴۴ زره ۸۴۰ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دی.
د خبرپاڼې له مخې دغه موده کې د وېشل شویو برېښنایی پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په پلازمېنه کابل کې ۴۱ زره ۵۷۳، په ننګرهار کې ۸ زره ۵۰۸، په هرات کې ۶ زره ۷۹۰، کندهار کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ ولایت کې ۴ زره او ۹۹۸ برېښنایی پېژندپاڼې وېشلی دی.
د دوی په وینا تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹ زره او ۲۳۵ نورو کسانو ته د برېښنایی پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ