کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته ځینو سرچینو ویلي، چې ننګرهار کې به د څو پړاوه پولیو واکسین له ځنډېدو وروسته دې اونۍ کې بیا ځل د پولیو څاڅکو درېدلی بهیر پیل شي.
د سرچینې په حواله د دغې بهیر بیا پیل په تړاو د ختیځ زون د پولیو برخې مسوولینو له عامې روغتیا ریاست سره ناستې وکړې، چې بلاخره د یاد بهیر بیا پیل په تړاو دواړو لورو همغږي وکړه.
د پولیو واکسین د بهیر ځنډېدو عوامل تر اوسه نه دي رسنیز شوي، خو د سرچینې په وینا اوس هم د پولیو لپاره رسنیز کمپاین بند دی، خو د پولیو د تطبیق کوونکو کولی شي، د پولیو څاڅکي ماشومانو ته واچوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/