ګهیځ: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) رسنیو ته وویل، هره ورځ د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو بار ۴۰۰ لارۍ د تورخم بندر او دغه شان له ۴۵۰ تر ۵۰۰ لارۍ هم د غلام خان او چمن بندرونو له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوی.
د ښاغلی الکوزی په خبره، په دغو لاریو کې له ۸۰ تر ۱۰۰یې افغانستان ته واردات کوی او نور یې له افغانستانه پاکستان ته توکی لېږدوی.
ښاغلی الکوزی وایی، پاکستان ته په صادرېدونکو توکو کې وچه میوه، غالۍ، د ډبرو سکاره او طبی بوټی شامل دی او افغان سوداګر بیا د اوړو، غوړیو او وریجو په ګډون نور خوراکی توکی له پاکستانه افغانستان ته واردوی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې افغان سوداګرو تل له پاکستان سره په سوداګریزو راکړو-ورکړو کې شکایت کړی دی.
گهیځ