کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پناه ورکړې عالی کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال له پاکستان او ایرانه غوښتی، چې په جبری توګه دې د افغان کډوالو له وېستلو لاس په سر شی.
نوموړی همدا راز په کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو سره په نامناسب چلند هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې ملګری ملتونه چمتو دی، څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د خوندی ستنونې په برخو کې له پاکستان او ایران سره همکاری وکړی.
له دې سره سم په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له سرپرست حکومت، پاکستان او نړیوالو بنسټونو غواړی، چې د دوی ستونزو ته دې په وخت سره رسېدنه وکړی.
پاکستان او ایران لا تر دې دمه د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ