د افغانستان الف کرکټ ټیم د آسیا په ایمرجینګ سیالیو کې اتلولی په خپل نوم کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ الف ټیم چې ابدالیان لوبډله نومیږی، د آسیا په ایمرجینګ کپ سیالیو کې د سریلانکا الف ټیم په ماتولو سره وتوانېده، چې د دې سیالیو اتلولی په خپل نوم کړی.

په‌‌ دې پایلوبه کې سریلانکا افغانستان ته د ۱۳۴ منډو هدف ورکړی و چې افغان لوبډلې په ۱۹ اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره کړ.

د دغې بریا لپاره د شپې ناوخته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک لارو – کوڅو ته راووتل او د بریا خوښی یې ولمانځله.

د ملی لوبډلې لوبغاړو راشد خان، محمد نبی او ګڼو نورو هم د مبارکۍ په پار ویډیوګانې خپرې کړی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خپلې اېکس پاڼې د دې بریا مبارکی ورکړې او ویلی، چې افغان لوبغاړو په ټولو لوبو کې د افغانستان لپاره لاسته‌ راوړنې کړی.

د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شـ ـیر محمد عـ ـباس سـ ـتانکزی یو بیان کې ویلی، د افغانستان د کرکټ لوبغاړی، قهرمانان چې د سریلانکا په مقابل کې یې اتلولی خپله کړه؛ دوی ته، د کرکټ ټول ټیم او د دوی د کرکټ بورډ ټولو منسوبینو او د افغانستان ملت ته د زړه له کومې مبارکی وایم. له الله پاکه نور توفیق ورته غواړم.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په خپله ایکس‌پاڼه په‌ دې بریا خوښی ښودلې.

په ایمرجنګ کپ سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، بنګلدېش، کوربه متحده عرب امارات، عمان، هانک کانګ او پاکستان لوبډلې شاملې وې.

که څه هم دا الف ټیمونه وو، خو اکثرو لوبډلو کې د ملی ټیمونو مهم لوبغاړی هم ولوبېدل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.