کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د بلخ ښاروالۍ مسوولین وایي، یاد سړک د دوی په مالي ملاتړ د ۱۴۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۴ متره سور په درلودلو سره جوړیږي.
په ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د پخېدو له چارو هرکلی کوي او په راتلونکي کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتونکي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/