افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بشرپاله مرستو صندوق ویلی، مرسته کوونکو هېوادونو له دغه صندوق سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

اې ایچ ایف په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې افغانستان د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې له پراخو او دوامداره بشری اغېزو ترڅنګ د یو لړ تحولاتو او ننګونو شاهد دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، افغانانو په دې موده کې د جګړو، سیاسی بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبیعی پېښو، د خوړو د نه‌ خوندیتوب او کډوالۍ له کبله سوکالی نه ده ترلاسه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلی، افغانستان کې بشری مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۳ میلیونه کسانو ته ډېر شوی دی.

دغه صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.