ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف او د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر باجوه په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر امنیت خبرې کړې دی.
سعودی عربستان ویلی چې په سیمه کې د دایمی ثبات د راتګ او امنیت لپاره باید هڅې وشی او دوی په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوی.
دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دی او پاکستانی لوری ویلی چې له سعودی عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی.
گهیځ