کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومت مشرتابه له لوری د سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصی سکټور سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړی.
د خبر پر بنسټ دې فرمان کې د جغرافیایی موقعیت، د هېواد اقتصادی اهمیت، د سیمې وروستی اقتصادی او سیاسی بدلونونو، د سوداګرۍ د معیاری کولو، د صادراتو د ډېروالی او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصی سکتور او کورنیو تولیداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوی دی.
دغه فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې مکلفې شوی، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادی مصالحو په پام کې نیولو سره بندرونو، عبوری نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتی ادارو مسوولین او کارکوونکی په دې مکلف شوی، چې د هېواد له نافذو تقنینی سندونو سره سم د خصوصی سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړی او په اړوندو اجراتو کې له ځنډ څخه مخنیوی وکړی.
د دې ترڅنګ وزارتونه او حکومتی ادارې مکلفې شوی، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ