کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تل ابیب کې د اسراییلو استخباراتی موساد ۸۲۰۰ مرکز پر غړو استشهادی برید شوی، چې له امله یې ۵۶ اسراییلی اشغالګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
الجزیرې خبری آژانس دې پېښه کې د شپږو اسراییلی عسکرو د وژل کېدو او ۵۰ نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی، خو غزه الان خبری رسنۍ په دې پېښه کې د ۱۷ اسراییلی عسکرو د وژل کېدو او ۴۰ نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی.
د راپورونو له مخې یو فلسطینی وګړی خپل ټېلر موټر په هغه سرویس خېژولی، چې اسراییلی عسکر یې ښکته کول.
د اسراییلو رسنیو د خبر له مخې ډېری وژل شوی او ټپیان نظامیان او اسراییلی عسکر دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ