کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر مرکز پل علم اړوند د کابل – لوګر لویې لارې په اوږدو کې د سیدحبیب الله کلا سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله د دوو نارینه، یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوی دی.
د مسوولینو په وینا ټپیانو کې د یو بل تن هم روغتیایی وضعیت نازک دی.
بل لور په برکی برک او محمدآغې ولسوالیو کې هم په دوو بېلابېلو ټرافیکی پېښو کې درې تنه ټپیان شوی دی.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین د دغو ټرافیکی پېښو لاملونه د قوانینو نه مراعتول او د موټر چلوونکو بې غوری ښودلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ