د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایی پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې به د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شی.

دغه هوکړه د افغانستان د سرپرست حکومت له لوری د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدری او د قطر هوایی ملکی چلند ادارې سرپرست محمدفالح الهاجری له لوری لاسلیک شوه.

دې مراسمو کې د قطر د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزیر جاسم بن سیف السیلطی او دوحه کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم هم شتون درلود.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې څو آسیایی هېوادونو افغانستان سره بېرته مستقیمې الوتنې پیل کړې، چې په کور دننه دغه چاره له تود هرکلی سره مخ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.