کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د ۷ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
د چارواکو په خبره، د دې ډول پروژو په پلې کولو سره یې موخه خلکو ته هوسا ژوند برابر کول دی.
د خبر پر بنسټ دغه سړک د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له پراختیایی بودیجې د یو میلیون ډالرو په لګښت له ادرسکن سیند څخه تر ګله توت سیمې پورې د ۷ کیلومتره په اوږدوالی سره په معیاری ډول جوړیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ