کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال حـ ـسام الـ ـدین صابري په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي د چین په رسمي بلنه د کان کیندنې همکارۍ د ترویج کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی.
دغه وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونه ګډون وکړي او دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي او تخنیکي ګټو په اړه هم خبرې ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/