یوناما د افغانستان بانکی سکتور د ودې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست نوراحمد اغا سره کتلی.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه بانک سرپرست په دې کتنه کې ویلی، د افغانستان بانک په افغانستان کې د مالی او بانکی سکټور ودې ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادی رغښت کې خپل مثبت رول لوبوی.

د خبرپاڼې په احواله دې کتنه کې رزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادی رغښت کې د مالی او بانکی سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.