هېواد کې د وسلو ګرځولو مخکنی جوازونه لغوه اعلان شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو لپاره پخوانی جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغوه اعلان کړل.

دوی ویلی، چې نوی جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا وېشل کیږی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم په حواله لیکلی، د سرپرست حکومت مسوولین، منسوبین او عامه هېوادوال دې له جواز پرته د وسلو له ساتلو او ګرځولو ډډه وکړی.

په اعلامیه کې راغلی، د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا وېشل کیږی او له جواز پرته حکومتی او ملکی وګړی د تورو ښېښو او پردو لرونکو موټرو ګرځولو اجازه نه لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.